د خالصو سپینو زرو په ګوته کې د فیروزې اصیل غمی ستاسې ښاېست او وقار لوړوي. د افغان زرګرانو د هنر دا ننداره په توګه کړئ او خپل ځان په ظاهري ښاېست، باطني راښکون او روحاني قوت سنبال کړئ. د فیروزې غمی ستاسې د عالي ذوق او سلیقې ښکارندويي کوي.
د فیروزې په اړه باور دی چې دا د بدن د معافیت سیستم پیاوړی کوي او د سترګو او پوستکي روغتیا لپاره ګټور دی. له روحاني لحاظه، فیروزه د خوندیتوب او خوشحالۍ سمبول ګڼل کېږي او د منفي انرژیو څخه د حفاظت لپاره کارول کېږي. فیروزه په بېلابېلو کلتورونو کې د لرغونو وختونو راهیسې د ارزښت وړ ګڼل کېږي. د دې غمي کارول د زینت او مذهبي مراسمو لپاره عام وو او لا هم په نړۍ کې مشهور دي. فیروزه د خپلې ښکلا، ځانګړي رنګ او د روغتیایی او روحاني باورونو له امله د نړۍ په کچه محبوبه قیمتي ډبره ده، چې په زیوراتو او هنري توکو کې ډېره کارول کېږي.
د تولید ځانګړنې:
غمی: د افغانستان فیروزه
ګوته: سپین زر
رنګ: فیروزه
ډیزاین: د لاس کار
تولید: افغانستان
ساتنه: له کیمیاويي موادو او موښل کېدو یې وساتئ.
لېږد: ټوله اروپا
آسان شاپ د اروپا په ټولو ښارونو کې تاسې ته دا او نور تولیدات په چټکه او ډاډمنه توږه در رسوي. زموږ د تولیداتو په پېرلو تاسې دا ډاډ احساسولی شئ چې تر ټولو غوره تولید به خپل کور کې له هېڅ ډول اندېښنې، نیمګړتیا او زیان پرته ترلاسه کوئ.
آسان شاپ
آسان شاپ په اروپا کې د اصیلو افغاني تولیداتو انلاین پلورنځی دی چې خپلو قدرمنو پېرودونکو ته بېلابېل افغاني تولیدات وړاندې کوي. آسان شاپ د افغاني تولیداتو او نړیوال بازار ترمنځ د یوه پُل په حیث فعالیت کوي چې له یوې خوا افغاني تولیداتو ته نړیوال بازار پیدا شي او افغان تولیدونکي مالي ګټه ترلاسه کړي، او له بلې خوا له هیواده بهر افغانانو ته د افغاني تولیداتو د ترلاسه کولو آسانتیا برابروي.
هیچ نظری یافت نشد