دا کتاب په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزار اریوبی د خپلې ماسټرۍ تیزس په انګلیسي ژبه لیکلی چې دا کتاب یې پښتو ژباړه ده. د دې کتاب په لوستو به تاسې د افغانستان د بې ثباتۍ او د رهبرۍ د بحرانونو پېچلې نړۍ ته سفر پیل کړئ. دا کتاب د افغانستان تاریخي، جیوپولټيک او جیوستراتیژيک ارزښت په لنډ ډول تشریح کوي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د دوامداره شخړو او پر سیمهایز امنیت د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ اغېزې هم روښانه کوي. پر دې سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر سقوط او د طالبانو پر بیا راتګ هم رڼا اچول شوې چې د بېاطمینانۍ یوه نوې دوره ورسره پيل کېږي.
په دې کتاب کې د افغانستان تاریخي او جیوپولټيک اړخونه ارزول شوي، خو ترڅنګ یې د هیواد د بې ثباتۍ او بحران د دلایلو ارزونه هم شوې ده. کتاب په سیمه کې د واک د هغو عواملو او جیوپولټيک بدلونونو د تشریح هڅه کوي چې د افغانستان پر برخیک ټاکلو ژور تاثیر لري. د دې ترڅنګ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سقوط او د طالبانو د بیاواکمنۍ لنډه تشریح وړاندې کوي او اړونده مهم مسایل روښانه کوي.
د دې کتاب په لوستو به تاسې په هغو احتمالي سناریوګانو هم پوه شئ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ورسره مخ کېدای شي.
هیچ نظری یافت نشد